NATIONAL OLYMPIC COMMITTEE
OF THE ISLAMIC REPUBLIC OF AFGHANISTAN

كميته ملى المپيك دولت اسلامى افغانستا ن

Dari
Pashto
English

Note:
For proper display of Pashto characters on this website make sure you have installed this Pashto font from below:

Get the Pashto Font!

اولمپيکي لوبي: ښځينه جوډو، د اګست ١٨ نېټه ٢٠٠٤ مېلادي کال

افغاني ښځو نوی تاريخ وليکی!

کله چي فرېبا رضايي د لوبي و ځای ته راغله نود دې پر څهرې باندي د خود اعتمادۍ لمر ځلېدی. دغه د افغانستان په تاريخ کي لومړی ځل وو چي يوې ښځي د اولمپيک په لوبو کي ګډون وکړی. همدغه وجه وه چي په لوبځای کي موجودو ټولو سېل کونکو په چکچکو وهلو سره خپله خوښي څرګنده کړه. د١٨ کلني فرېبا رضايي سياله هسپانوۍ سيسليا بلانکو وه. د دوی تر منځ د ښځينه جوډو دلوبو دغه سيالي د اګست په ١٨ نېټه په اتن کي  تر سره شوه. پداسي حال کي چي د فرېبا رضايي سياله سيسليا بلانکو ډېره تجربه کاره  وه، نو دغي سيالۍ لږ کم يوه دقيقه دوام وکړی.  کله چي لوبه پای ته ورسېده نو په لوبځای کي راټول سوو ټولو تماشياچيانو په نعرو وهلو او چکچکو وهلو سره د فرېبا رضايي حوصله افضايي وکړه. ګرچه فرېبا رضايي دغه لوبه بايلوله، خود اولمپيک په لوبو کي د لومړۍ افغاني مېرمني په حېث ګډون تر هيڅ جايزې او مډال نه کم نه وو. دغه ورځ د افغاني ښځو لپاره يوه تاريخي ورځ وه. فرېبا رضايي او روبينې مقيميار د اولمپيک په لوبو کي په ګډون کولو سره و نړۍ ته دا څرګنده کړه، چي افغاني مېرمني بېرته د نړۍ سره سيالي شوې.

په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کي د لوبو مينه والو او بالخصوص ښځوپر دغه خبره د خوښی اظهار وکړی، چي د لومړي ځل لپاره په اولمپيک کي د افغانو ښځو ګډون د افغانستان و ښځو ته نوي ورونه پرانيستل.

د ملالۍ لېسې يوې ١٨ کلني زدکونکي د دغي لوبي په هکله داسي وويل:

" زه دومره خوشاله يم چي اندازه يه نه کيږي. د فرېبا و ماتي ته زه دومره اهميت نه ورکوم ولي چي دغه په اصل کي ماته نه بلکه برياليتوب دی چي دې خاموشي ماته کړه او و نورو انجونو ته يه د سپورټ لار پرانيستل.  موږ بايد کوښښ وکړو چي په راتلونکي کي خپل ګران هيواد ته د سپورټ سره سره په هر بل ډګر کي ښه نوم وګټو."

Picture impressions from the tournament:


View of the Ano Liossia Olympic Hall in Athens, the venue of the Olympic judo tournament.


A judo match is watched by three referees. A decision is only valid of at least two of the three agree.

The referrees bow. This is part of the very old Japanese tradition of judo.


The match follows strong rules. There is a fairly long list of things not allowed. It covers such technical and tactical infringements as location (eg stepping off the mat) or disadvantaging the opponent (eg stalling or excessive defensive gripping) and grave infringements which involve the integrity of the players or are against the spirit of Judo. Penalties in judo are severe, each penalty results in a score to the opponent, each subsequent penalty being a higher score to the opponent, the previous score-by-penalty being removed. Four infringements means an immediate win to the opponent. A single grave infringement means a disqualification, not only from the match but from the tournament.

The Result:

Friba Razayee was defeated by Ippon after 45 seconds.

1000  / 0000  (KKS)

Olympic News from Athens
edited in Kabul with the support of PAIWASTOON Networking Services Ltd.
paiwastoon